پېنډۍ ۔17دسمبر(اے پی پی) پاك بحريه تركيه كښې په بحري مشق ??اوي بالينه 2024 كښې ګډون كړے۔ مشق ??اوی بالینه د تركيه په مشرۍ كښې د ملټی نېشنل اېنټی سب میرین وارفیئر(Anti Submarine Warfare) مشق دے په كوم كښې چې 30 څخه زياتو بحري جهازونو ٬ آبدوزونو ٬ هوائي الوتك?? ٬ ??ورلكو او یو اے وېز برخه واخسته۔ د آئی اېس پی آر له مخې دا مشق ??ه ختيز بحېرہ روم كښې وكړے شو چې مقصد يۍ سب مېرین آپرېشنز او اېنټی سب مېرین وارفیئر تګلا??ه كښې مهارت ترلاسه كول وو۔ په مشق ??ښې د ترکیه د پوځونو سره سره د نېټو، امریکې، پاکستان، یونان او آذربائیجان سمندري پوځونو او سپېشل آپرېشن فورسز ګډون وكړو۔ د پاکستان نمائندګی 29 م اېنټی سب میرین میرینائزډ (Marinized) اے ټی آر اسکواډرن وكړه۔ د پاک بحریه مشق ??اوی بالینه كښې باقاعدګۍ سره ګډون د تركيه او پاكستان بحري پوځونو ترمينځه د مض??وط?? اړيكو د عزم عكاسي كوي۔ داسې د ګډې مشقونه په منطقه كښې امن او استحكام ته ودې وركولو او د شريكې ګټې تحفظ له دوه اړخيزه همكاري زياتولو كښې مهم كردار ترس??ه كوي