اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وزير سېنېټر محمد ??ور??ګزېب په مشرۍ ??ښې د وزيراعظم د سوشل ايپكټ فنانسنګ كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د سماجي اثراتو ??ياتولو٬مالي شموليت ودې او پاكستان كښې پسمانده طب??و پرمختګ لپاره جديد مالياتي حل مخ په وړاندې بوتللو ته پام لرنه وشوه۔د خزانې وزارت د اړخه جاري شوي پرېس رېليز له مخې د خزانې وزير په مشرۍ ??ښې د وزيراعظم د سوشل ايپكټ فنانسنګ كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د سركاري او نجي څانګو سټيك هولډرز٬متنوع ډله راجمع كړی شوې وه چې پكښې د خزانې او محصولات وزير مملكت علي پروېز ملك٬د سټېټ بانك آف پاكستان ګورنر٬د اېس اي سي پي چيئرمېن٬د پاكستان بينكس اېسوسي اېشن صدر٬د پاكستان بيت ??لمال ايم ډي او د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن ايم ډي شامل وو۔په غونډه د سماجي اثراتو ??ياتولو٬مالي شموليت ودې او پاكستان كښې پسمانده طب??و پرمختګ لپاره جديد مالياتي حل مخ په وړاندې بوتللو ته پام لرنه شوې۔د خزانې وزير سېنېټر محمد ??ور??ګزېب د سماجي اثراتو مالي اعانت لپاره يو كوټلي پالېسي او ريګوليټري فريم ورك جوړولو كښې د حكومت په كردار رڼا واچوله او په دې خبره يې زور راوړو چې نجي څانګه به د عملدرآمد د هڅو قيادت كوي۔پرائيوېټ سېكټر وړاندې څخه په دې ډومين كښې ښه كار كوي او مونږ بايد د يوې بلې سركاري ادارې جوړولو په ځاې يو ښه ماحول جوړولو ته پام لرنه وكړو۔ده خيراتي ادارو ته راوړاندې كېدو سره د پراخا اثراتو مالي اعانت په اهميت ??ور راوړو۔ګډون كونكو د كوټلي سماجي نتيجو ترلاسه كولو لپاره د سرمايه كارو متحرك كولو او قانوني٬مالياتي او ريګوليټري چېلنجونو په مخ نيوي هم د خيالاتو څرګندونه وكړه