اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د چين سفير جيانګ زي ډونګ ??ره ليدلي او په كراچۍ كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې د چين د دوه وغړو په په وژنه يۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير د چين د سفارت دوره وكړه او د چين سفير ??ره ئې وليدل٬ وفاقي وزير د چين سفير٬ حكومت او د مړو كسانو كورنيو ??ره د يوالي څرګندونه وكړه۔ په دې موقع محسن نقوي د چين سفير د چاٶدنې د ټولو تفصيلاتو او تحقيقاتو د پېشرفت نه خبر كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د چين حكومت او د چين د مړو وګړو كورنيو ??ره په غم كښې برابر شريك يو، ده ووئيل د پاكستان ټول قام د چين خپلو وړوڼو ??ره په غم كښې برابر شريك دے٬ ده ووئيل د پېښې جامع تحقيقات باوري كولو ??ره به په دې ناوړه پېښه كښې ككړ عناصر انصاف ??ره مخ كولې شي۔ ده ووئيل په پاکستان چين دوستۍ ب??يد د برداش?? وړ نه دے ٬ دا د ورورولۍ اړيكو ته د زيان رسولو ناوړه سازش دے، بزدل دښمن به په خپل سازش كښې بريالې كېدو ته نه پرېږدو، د پاکستان پرمختګ لپاره كار كوٶنكي د چين وروڼو حفاظ?? وړومبۍ ترجيح ده ۔ ده ووئيل د دې ب??يد چې څومره غندنه وشي كمه ده، دښمن د پاكستان د باور وړ دوست هېواد وګړي په نښه كړي٬ دا ب??يد د چين په وګړو نه بلكې په پاكستان ده٬ ده ووئيل دښمن ته به د دې ب??يد سخت ځواب وركولې شي