اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د ورځپاڼو په شمول رسنې د معلومات وړاندې كولو او د هېواد په رغونه او پرمختګ كښې مهم كردا?? ترسره كوي٬ دا هغه وسيله ده چې وګړو ته د مستند او د باور وړ معلومات وركولو له مهم رول لوبوي۔ د شورؤ په ورځ د اخبار لوستلو قامي ورځې پ?? موقع په خپل پېغام ك??ې ده آل پاکستان نیوز پیپرز سوسائټی، خبريالانو او د میډیا پروفېشنلز له م??ار??ي وركولو سره ووئيل درست او په حقائقو اډانه خبرونه په ټولنه كښې رښتيا ٬ امن ٬ استحكام او پرمختګ ته وده وركولو كښې مهم كردا?? ترسره كوي۔ ده ووئيل پارليمان ټول عمري د آزاد او ذمه وار صحافت ودې له قانون سازي كړې۔ ده ووئيل ورځپاڼې د ډيجيټل ميډيا په دور كښې د جعلي خبرونو مخنيوي او په حقائق د اډانه لرونكو معلوماتو رسولو يوه مهمه وسيله ده۔ ده ووئيل ورځپانې پ?? سياسي شعور بېدارولو او وګړي د بنيادونو حقونو څخه خبرولو كښې مهم رول لوبوي۔ د اخباری صنعت پرمختګ او ودې له د آل پاکستان نیوز پیپرز سوسائټی کردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د هېواد رغونې او پرمختګ لپاره ضروري ده چې مونږ ټول خپلې ذمه وارۍ د آئين او قانون له مخې پ?? غوره ډول ترسره كړؤ۔