ملګري ملتونه 19 ستمبر (اے پي ??ي) په ملګر?? ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم وئيلي دي کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ترهګرۍ لوي تنظيم دے٬ څوك چې د پاكستان لوي دښمن په سرپرستۍ كښې په هېواد كښې د ترهګرۍ بريدونه كوي ٬ پاکستان به د ټي ټي پي خطر مخنيوي لپاره د سيمه ايزو او د نړيوالو ادارو مرستې سره په قامي كچه اقدامات كوي ۔ د ملګر?? ملتونو د سلامتي کونسل غونډه كښې د خبرو په مهال منير اکرم نړۍ په افغانستان كښې او افعانستان څخه د كېدونكې ترهګرۍ سنګينو خطرو څخه خبردارولو سره دا خبره په ګوته كړه چې د ملګر?? ملتونو مانيټرنګ ډلې 34م رپورټ كښې په افغانستان كښې د رامخې ته ترهګرۍ په پرېشانه كوونكو اړخونو رڼا اچولې ده٬ ده ??اد??يرنه وكړه چې القاعده سره د اوږد تړون له مخې ټي ټي پي ??ه د القاعده سيمه ايزې او د نړيوالې ترهګرۍ مقاصدو په مشرۍ سنبهالولو كښې به وخت ونه لګي۔ سفير په افغانستان كښې د امن او استحکا?? ملاتړ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو كوم چې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو او د نړيوالې ورورولۍ د سياسي شموليت ودې له د مشتركه خواهشات ترجماني كوي۔ ده ووئيل پاکستان پوخ باور لري چې داسې شموليت په افعانستان كښې استحکام او د معمول د حالاتو امکانات ښه كولو لپاره ډېر مهم دے٬ ده د افغان لنډ مهاله حكومت لخوا په خاص توګه مېرمنو او د انجونو په ضد د روانو بشري حقونو په خلاف ورزيو هم د تشويش څرګندونه وكړه