اسلام آباد۔ 26 اګست (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په قلات كښې د ترهګرو د بريد سخته غندنه كولو سره د مړو شوو پوليس او ليويز اهلكارو او د وګړو په ځاني زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د غندنې خپل بيان كښې ده شهيدو شوو پوليس اهلكارو او لېويز ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی او د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسرانو او ځوانانو هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو او امن راوستو له ځانګړې قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل په ترهګرۍ كښې ككړ عناصر د كوم رعايت مستحق نه ??ي٬ د دوئي په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل دا ډ??ل بزدلانه كارروايۍ د ترهګرۍ په ضد زمونږ مضبوطې حوصلې كمزورې كولې نه ??ي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ به د آخري ترهګر ت?? خاتمې روان ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې شهيدانو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده ژوبل شوو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔