اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سر?? د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې 12 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران سيد محسن نقوي، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، خاص مرستيال طارق فاطمي، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل سر?? سر?? د چين سفير جيانګ زائيډونګ او اړوندو چارواكو ګډون كړے۔ د وزيراعظم ??فس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د چين پلاوې د وزيراعظم د چين دورې نه پس د چين لخوا پاکستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې او همكارۍ لپاره د پاكستان په دوره راغلے٬ د چين په دولس كسيز پلاوي كښې لس كسان د بېلا بېلو وزارتونو نمائندګان دي۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ خاص مننه كولو سر?? د چين د پلاوي هركلے وكړو۔ د چين د پوهانو د لوړې كچې پلاوي به پاکستان كښې د چين د سر??ايه کارۍ٬ د سي پېك د دوېم پړاٶ پحقله همكارۍ ٬ مرستې او د پاکستان برآمدات ته وده وركولو لپاره خپله رائے وړاندې كوي۔ د چين پلاوې به په پاكستان كښې د بېلا بېلو وزارتونو، د څانګو پوهانو سر?? ملاقاتونه كوي او د بېلا بېلو ځايونو به دوره كوي ۔ د چين پلاوې به انفارميشن ټيکنالوجي، زراعت، صنعت، سر??ايه کاري، توان، معدنيات او کان کنۍ، سپيشل اکنامک زونز او د مواصلات په څانګه كښې د مرستې ودې له وړاندېزونه وركوي۔ وزيراعظم پخپلو ابتدائي خبرو كښې پلاوې د پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې د سر??ايه کاري استعداد په اړه خبر كړو۔ د چين پلاوې مشر ووئيل شريكې تكنيكي مرستې سر?? به پاك چين ستراتېژك اړيكې لا قوي شي٬ دغسې په مثالي مېلمستياﺀ د پاكستان مننه كوٶ۔