اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د فلسطين په خان يونس سيمه كښې د ا??رائيلي ځواكونو د تشدد کارروائيو سخته غندنه كو??و سره په هغې د تشويش څركندونې سره وئيلي نړيواله ورورولي دې د ا??رائيل د جنګي جرمونو محاسبه كو??و سره هغوې انصاف سره مخ كړي،فلسطين كښې انساني الميه پيدا شوې ده،د ملګرو ملتونو پشمول نړيواله ورورولي دې خپلې ذمه وارۍ پوره كړي۔د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم ووئيل په خان يونس كښې د ا??رائيل د بربريت له امله يو نيم لاکھه څخه زيات د فلسطين وګړي بے كوره شوې دي،د خان يونس محاصرے سره سيمه كښې د خوراك څښاك او ژوند څيزونه وركولو كښې مشكلات دي،فلسطين كښې انساني الميه پيدا شوې، د ملګرو ملتونو پشمول نړيواله ورورولي دې خپلې ذمه وارۍ پوره كړي۔وزيراعظم وئويل د ا??رائيل ځواكونه د فلسطينيانو د نسل کشۍ جرم ارتکاب کوي،پاکستان د انصاف نړيوال عدالت كښې په خپل بيان كښې د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق او د ا??رائيل د اړخه په فلسطينيانو د روانو ظلمونو په اړه غږ پورته كړې۔وزيراعظم ووئيل مونږ دغه غوښتنه بيا هم كو?? چې د انصاف نړيوال عدالت د فلسطين د صورتحال په اړه د اوسنۍ پريكړې او د ملكرو ملتونو په قراردادونو دې عملدرآمد وكړې شي۔ده ووئيل تر اوسه پاکستان څخه د پاکستان ائير فورس 6 الوتكو د لارې 1200 ټنه او 3 بحري بيړو د لارې 1500 ټنه د مرستې سامان فلسطين ته لېږلې شوې،د پاکستان ميډيکل کالجونو كښې د فلسطين ميډيکل زدكونكو له د خصوصي انتظام سپارښتنه شوې دغسې چې هغوې د خپل تعليم سلسله روانه وساتي۔وزيراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې د ا??رائيل د جنګي جرمونو محاسبه كو??و سره هغوې انصاف سره مخ كړي،د پاکستان حکومت او اولس د فلسطين خپلو وروڼو او خوياندو سره ولاړ دے۔