اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) ??فا??ي تعلیمی بورډ د اېس اېس سی پارټ ون او پارټ ټو نتيجې اعلان كړې۔ د جمعې په ورځ د ??فا??ي تعليمي بورډ لخوا د اېس اېس سي پارټ ټو په نتيجو كښې تر ټولو زياتې لمبرې انجونو زده كوؤنك?? ترلاسه كړې۔ د زده كړو ??فا??ي سېكرټري محی الدین وانی په دې موقع خاص ??ېلمه ؤ ۔ په دې مهال پوزيشن د ترلاسه كوؤنكې او د هغوي مور پلار او ګڼ شمېر استاذان هم موقع موجود وو۔ په سائنس ګروپ كښې زبېدہ نصیب ٬ آرمی پبلک سکول اي ایم اي کالج کېمپس پشاور روډ راولپنډی 1087 لمبر?? ترلاسه كولو سره وړومبے ٬ د ګلوبل سکول سسټم رېنج روډ راولپنډی کېنټ حجاب فاطمه 1085 لمبرو سره دويم او د آرمی پبلک سکول ګولډہ کېمپس پېښور روډ راولپنډی کېنټ مصدق شهباز او د فاؤنډېشن ماډل سکول صفا ټاؤن راولپنډی فاطمه واجب 1084 لمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ په ارټس ګروپ كښې د فیوچر فاؤنډېشن سکول مصریار روډ راولپنډی کېنټ اقصه فاروق 1032 لمبرو سره وړومبے ٬ د ډی اېچ اے سکول فار ګرلز فېز V لاهور انائزہ جلیل 1025 لمبرو سره دويم او د انسټی??یو?? آف اسلامک سائنس اسلام آباد محمد انس 1014 لمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د ??فا??ي تعليمي بورډ لخوا د اعلان كړ نتيجو له مخې د اېس اېس سی پارټ ټو په امتحان كښې ټولو 128764 كانديدانو برخه واغسته په كومو كښې چې 114324 رېګولر او 14440 پرائیوېټ كانديدان شامل وو۔ په رېګولر كښې 104899 او په پرائيوېټ كښې 7852 كانديدان كامياب شول۔ د رېګولر كانديدانو د كاميابۍ تناسب 92 عشاریه 29 فیصد او د پرائیوېټ كانديدانو 55عشاریه 40 فیصد پاتې شوه ۔ د ??فا??ي تعليمي بورډ لخوا د اېس اېس سي د پارټ ون په نتيجو كښ?? 133490 ریګولر كانديدانو كښې 81583 كامياب شول او د كاميابۍ تناسب 61 عشاریه 78 فیصد پاتې شو دغسې په 11430 پرائیوېټ كانديدانو كښې د 2468 كانديدانو په كاميابۍ سره د كميابۍ تناسب 22.21 فیصد پاتې شو