کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره کوئټه ته رسيدلې دې۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کوئټه ته په رسيدو د ب??وچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل او وزيرِ اعلي سرفراز احمد بګټي د وزيرِاعظم هركلے وكړو۔ وفاقي وزيران جام کمال خان، اعظم نذير تارړ ،سردار اوېس خان لغاري، عطا الله تارړ، وزيرِ مملکت علي پرويز ملك د وزيراعظم سره ملګرې دي۔ وزيراعظم سره به په كوئټه كښې د ب??وچستان ګورنر او وزيرِ اعلي نه علاوه د ب??وچستان کابينې غړي هم ملاقات كوي۔ وزيرِ اعظم به د ب??وچستان کروندګرو پرمختګ او سوكالۍ لپاره د وفاقي او بلوچستان حکومت د اړخه يو لوئ پيکيج هم اعلان كوي۔په دې موقع به وزيرِ اعظم د ميډيا سره هم خبرې اتري كوي۔ وزيرِاعظم سره به د ب??وچستان څخه تعلق لرونكې پارلماني غړي هم ملاقات کوي۔