اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) پاکستان او افغ??نس??ان د عارضی داخله دستاویز تګلارې په نافذ کولو موافقت كړے دے دغسې چې دوه اړخيزه تجارت كښې د كارول كېدونكو کارګو ګاډو ??ګ راتګ منظم کړے شي۔ د ګل په ورځ د تجارت وزارت لخوا د جاري شوې اعلامیې له مخې د افغ??نس??ان رجسټرډ ګاډو لپاره عارضی داخله دستاویز لپاره خواستونه به پاکستان ایمبیسی کابل او پاکستان قونصلیټ، قندھار ونډو لمبر 5 د ورځې 11 نه تر 12 بجې جمع کولې شي۔ پاکستانی رجسټرډ ګاډو سره ټی اے ډی لپاره خواستونه به دکار په ورځو كښې افغ??نس??ان قونصلیټ جنرلز، کوئټه او پېښور كښې 10 نه تر 11 بجې جمع کولې شي۔دواړو ډلو سفارت خانے/ قونصل خانو او په ویب سائټس د خواست فارم شته والې باوري كړې كوم به چې ويړيا ډاؤن لوډ کولې شي۔د عارضی داخله دستاویز میکانزم له مخې د ټركون?? رجسټریشن لپاره کوئټه ټرانسپورټ آپریټرز سهولت له هیلپ ډیسك هم جوړ شوې ۔15 جون 2024 نه پس به د عارضی داخله دستاویز (ټی اے ډی) نه غير كوم ګاډې ته د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت لپاره د تلو راتلو اجازه نه وي۔