مكه مكرمه 20مئی(اے ??ی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سالك حسېن د ګل په ورځ په مكه مكرمه كښې د پاكستان حج مېډيكل مشن له مخې د جوړ كړي مركزي روغتون دوره وكړه۔د وزارت وياند له مخې د مذهبي چارو وزير د حج ډي چي عبدالوهاب سومرو٬د مكه ډائرېكټر فهيم آفريدي سره د حج كوونكو څخه تاثرات هم واخستل۔د حج مېډيكل مشن مشر برېګېډيئر جميل لا??هير په دې مهال بريفنګ وركړو۔د مذهبي چارو وزير د پاكستان حج كوونكو لپاره ترلاسه طبي آسانيو په معيار د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل د هېواد څخه لرې زمونږ د خپلې ژبې معالج د كوم نعمت څخه كم نه دے۔ سږ كال د ټيسټنګ سروس د لارې حج ميډيكل مشن كښې د ښو ډاكټرانو او پيراميډيكل سټاف انتخاب شوے۔په روغتون كښې جديد ??ري?? ايمبولينس سروس٬ليبارټري٬ايكسرے٬فارميسي٬د مېرمنو او سړو وارډز او د غ??ښو??و څانګه هم موجود ده۔ داكټرانو وئېلي حج كوونكي دې متوازن خوراك وكړي او د حج لپاره دې په جسماني توګه چمتو اوسي ۔حج په سخته ګرمۍ كښې راروان دے٬ دغسې حج كوونكي دې د شربتونو او چهترۍ استعمال لازمي كوي۔