ملتان۔ 10 اپرېل (اے پی پی) پخواني وزيراعظم او د سېنېټ نوي نوي ټاكلي شوي چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې مونږ به هڅه كوؤ چې ټولو اتحاديانو سره ??ه ګډه د هېواد معاشي حالت بدل كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په دربار حضرت موسی پاك شهيد كښې د اختر لمونځ ادا كولو څخه وروستو ميډيا س??ه خبرو كښې وكړه۔ یوسف رضا ګیلانی ووئيل د پي ټي آئي پلاوي له ټاكنو وروستو ما سره ملاقات كړې و او غوښتنه يۍ كړې وه چې پارلیمانی لیډر او لیډر آف دی اپوزیشن دې جوړ كړے شي او مونږ به دا هم جوړ كړؤ۔ یوسف رضا ګیلانی زياته كړه چې د اختر په موقعه دې مظلوم فلسطيني وګړي ضرور ياد وساتلې شي۔ د فلسطینی وګړو شهادتونه به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل په سختو حالاتو كښې ماته ستره ذمه واري سپارلې شوې ده۔ ده ووئيل عام وګړے بايد دا محسوس كړي چې ريليف ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه دې ??ه ګډه بې وزله وګړو ته ريليف وركړي۔ د ضمني ټكنو په اړه يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې مونږ وړاندې هم ضمني ټاكنې كړي دي او اوس به يۍ هم كوؤ۔