پیښور۔ 28 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیر??عل??ٰ علی امین خان ګنډاپور سره د عبداللہ فادل په مشرۍ كښې د یونیسیف پلاوي ملاقات کړے۔ وزیر??عل?? هاؤس د اړخه د جاري بیان تر مخه ملاقات کښې صوبه كښې د یونیسیف په مرسته د اولسي خېر یښګړې لپاره په هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په سباون كښې د صوبائي حکومت او یونیسیف د همكارۍ په لا پراختيا خبرې وشوې۔ ملاقات کښې صوبائی وزيران او انتظامي سیکرټریز هم موجود وو ۔ په دې مهال وزیر??عل?? علي امین خان ګنډاپور ووئېل صوبائی حکومت د اولس خېر ښیګړې لپاره د یونیسیف مرستې ته د قدر په سترګو ګوري ۔ ده ووئېل صوبائي حکومت په څو نورو څانګو كښې د یونیسیف د مرستې خوښي لري ۔ ده ووئېل د سکولونو اپ??ری??یشن، د څښلو پاكو اوبو وركولو، سیوریج، سکولونو ، مدرسو او د ټیوب ویلز سولرائزیشن كښې د یونیسیف مرست?? پكار ده ۔د یونیسیف استازي عبداللہ فادل ووئېل د اولسي خېر ښیګړې پروګرامونو لپاره خیبر پښتونخوا د یونیسیف ترجیحي صوبه ده ، یونیسیف خیبر پښتونخوا كښې تعلیم، صحت، د پاكو اوبو پشمول نورو سماجي څانګو كښې کار کوي ۔ده ووئېل یونیسیف په پولیو پروګرام كښې د صوبائي حکومت تر ټولو لوئي شراکت دار دے.۔