اسلام آباد 13مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي وفاقي حكومت د څلورو واړو صوبو پشمول د خېبرپښتونخوا سره په همغږۍ د ك??ر كولو او د روابط په قوي كولو باور لري٬كه څلور واړه صوبې په ګډه كار وكړي نو هېواد كښې به پرمختګ راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبرپښتونخوا ??زيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو د خېبرپښتونخوا ??زيراعلٰی علي امين ګنډا پور هركلي كولو سره ووئېل څلور واړه صوبې د وفاق برخې دي٬كه څلور واړه صوبې په ګډه روانې شي نو هېواد به پرمختګ وكړي۔دغسې د خېبرپښتونخوا ??زيراعلٰی وزيراعظم د صوبې انتظاميې چارو په اړه په تفصيلي توګه خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل د هېواد معاشي صورتحال په ښه كولو كښې د خېبرپښتونخوا ??ولې جائز غوښتنې به پوره كولې شي۔ده ووئيل مونږ له به په ګډه د ټولو مسئلو حل راويستل وي٬ ده ووئېل زمونږ په ټولو شريكو هڅو كښې به د اولس خېرښېګړه وړومبې ترجيح وي۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د څلورو واړو صوبو پشمول د خېبرپښتونخوا سره په همغږي س د ك??ر كولو او د روابط په قوي كولو باور لري۔د خېبرپښتونخوا ??زيراعلٰی هم د دې عزم څرګندونه وكړه چې د خېبرپښتونخوا حكومت په ښه نيت سره مخ په وړاندې بوتلل غواړو او د هېواد په پرمختګ كښې د خپل مثبت كردار ادا كولو عزم لرو۔په دې موقع خارجه وزير اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه آصف٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال او د رياستي او سرحدي چارو وفاقي وزير امير مقام او اعلٰی سركاري افسران هم مو??ود وو