اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) نګر??ن وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان ??رګ??دونه كولو سره ووئيل چې مونږ منتخب حكومت لپاره يوه لائحه عمل وړاندې كوٶ كوم چې به په يقيني توګه د اولس او قامي ګټو لپاره ګټه وره ثابت شي او كابينې چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاکستان او ترک??ه د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز كښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو منظوري وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې نګر??ن وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه شوې٬ په دې موقع وزيراعظم د نګران حکومت په مختصر مود?? كښې د خپلې كابينې او د سول سرونټس د ستړو ستائنه كولو سره د دوي مننه وكړه۔ نګر??ن وزيراعظم ووئيل مونږ د هېواد معيشت د وړاندې نه په بهتر حالت كښې پرېږدو٬ نګران حکومت په مختصر وخت كښې کابينې بهترين کارکردګي ښودلې۔ ده ووئيل نګران حکومت په ??ول?? پرېكړو او په پاليسي سازۍ كښې قامي ګټو ته تل وړومبې ترجيح وركړې۔ ده ووئيل مونږ له د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار كول دي۔ وفاقي کابينې په بېلا بېلو ادارو د تنظيم نو٬ د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او د كاروبار سهولت وركولو اړه د نګران حكومت په اقداماتو د اطمينان ??رګ??دونې كړې۔ د کابينې سېکتر د وفاقي بيورو كرېسي لخوا د وزيراعظم د زيرك قيادت ستائنه كولو سره ووئيل چې هېواد ته په رامخې ته اهم چېلنجونو كښې ستاسو لخوا د هېواد په ګټه مهمې او سختې پرېكړې كړې د كومو به چې ښه نتيجې رامخې شي۔ وفاقي کابينې د خزانې وزارتِ په سفارش لبنيٰ فاروق ملك په ډېپوټيشن د ډائرېكټر جنرل په توګه د فنانشل مانيټرنګ يونټ (اېف اېم يو) په مود?? كښې د 9 جون 2023 څخه تر 8 جون كال 2024 د پراخه كولو منظوري وركړې ده۔ وفاقي کابينې د خارجه وزارت په سفارش د چيف آف آرمي سټاف جنرال سيد عاصم منير ته د پاکستان او ترک??ه د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د مرستې په اړه د دوي د خدماتو په اعزاز كښې د تركيه حکومت لخوا د “ټرکش آرمډ فورسز ليجئن آف ميرټ” ايوارډ وصولو اجازه وركړې ده۔ وفاقي کابينې د غذائي تحفظ او تحقيق د قامي وزارت په سفارش د غذائي تحفظ او تحفيق د قامي وزارت، د پاكستان حکومت او د خليفه انټرنيشنل ايوارډ فار ډيټ پام اينډ ايګريکلچر انوويشن، د متحده عرب امارات ترمېنځه د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري وركړه٬ د تفاهم د دې يادښت له مخې وړومبي پاکستان انټرنيشنل ډيټ پام فيسټيول به په ستمبر كال 2024 كښې كېږي چې مقصد ېې په پاكستان كښې د كهجور پېداوار ته وده وركول دي۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د 13مې او 14مې پرورۍ كال 2024 كښې په غونډو كښې د شوې پرېكړو توثيق وكړو۔ وفاقي کابينې حكومتي ملكيتي ادارو لپاره د كابينه كمېټۍ په 16مه فرورۍ كال 2024 د شوې غونډې د پرېكړو او لېجسلېټو كېسز لپاره د كابينه كمېټۍ د 16مې فرورۍ د په غونډ?? كښې د شوې پرېكړو هم توثيق وكړو