اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د ب??ري حقونو نړيوالي ورځ په موقع د فلسطینیانو خراب حالت رامخې ته كولو سره وئيلي اسرائیل په فلسطینیانو د ظلم انتها?? او د هغوې نسل کشی کوي،نړيواله ورورولي د اسرائیل په ضد كاروائي كولو كښې ناكامه شوې، نړيواله ورورولي دې د کشمیریانو په ضد په ترهه ګرۍ د هند څخه ځواب طلب كړي، پاکستان كښې ټولو اقلیتونو ته ښه چاپيرچل او برابر موقعې ترلاسه دي۔د ب??ري حقونو نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل نن پاکستان د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه ’’آزادی، مساوات او انصاف ټولو لپاره ‘‘ په سر??ط د ب??ري حقونو نړيواله ورځ لمانځي۔دا ورځ مونږ ته د هغه ټولو وګړو د حقونو تحفظ او د هغوې د احترام کولو زمونږ د ذمه وارو ياد تازه كوي۔په دې ورځ د ب??ري نړيوال منشور خپلولو سره 75 كلونه شوې كوم چې ټولو وګړو او قام لپاره د ب??ري حقونو شريك معیار په توګه كار كوي۔ده ووئيل نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې ټولو وګړو د حقونو تحفظ لپاره د هغې د ذات، رنګ ??و نسل نه ځانله هر ممکن هڅې وكړو۔ پاکستان د هغه ټولو حقونو په ځائې ساتلو له لوظي دے لكه څنګه چې د پاکستان آئین، د ب??ري حقونو نړيوالي اعلاميے او نور اړوند نړيوال فورم كښې درج دې۔ده ووئيل زمونږ آئین زمونږ وګړو ته د سیاسی، سماجی او معاشی حقوق پشمول د بنیادی حقونو ضمانت وركوي او مونږ د خپلې ټولنې د کمزور او پسمانده طبقو حفاظت لپاره د خپل فرض څخه خبر يو۔ د پاکستان ميرمني ، معذوره كسان او د ماشومانو پشمول د خپلو وګړو حقوق ته ودې وركولو او د هغوې د تحفظ لپاره قانونی، معاشی او سماجی تګلاره خپله كړې شوي۔