پينډۍ 06 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سید ع??صم منیر و??يل?? دي قانون نافذ کوونكې ادارې او نورې سرکاری محکمې دې د غیر قانونی هلو ځلو په ضد کارروائی د بشپړ طاقت سره رواني اوساتي دغسې جې د وسائلو غلا او د دغه ناوړه ھڅو په وجه هېواد ته د رسيدونكې معاشي زيان مخنيوے وكړے شي۔ آئی اېس پی آر له مخې سر لښكر جنرل سید ع??صم منیر کراچۍ دورې او د سندھ نګران وزیراعلیٰ جسټس (ریټائرډ) مقبول باقر سره د صوبائي ایپکس کمېټۍ غوندې ته وينا كوله۔ د اپیکس کمېټۍ غوندې په مهال نظرثاني شوے نېش??ل ایکشن پ??ان?? د سندھ کچے سيمه كښې آپریشن، سي پي اي سي/ نان سي پي اي سي/ د پرائیویټ پراجیکټس كار كوونكو غير ملکی وګړو امنيت، د غیر قانوني غیر ملکیانو هېواد ته ستنولو ، غیر ملکي کرنسي ریګولرائز کولو اقدامات، کراچۍ ټرانسفارمېشن پ??ان?? سندھ كښې اېس آئی اېف سي په اقدامات پیشرفت او د ګرين سندھ په اقدامات بریفنګ وركړے شو۔سرلښكر د تاریخي اقدامات استفادې لپاره اړوندو محکمو ترمينځه د همغږۍ په حاجت زور راوړو۔ګډون كوونكو د دې عزم پخلے وكړو چې ریاستی ادارې، سرکاری محکمې او اولس د صوبې پرمختګ او سوكالۍ له يو موټے دي۔دې څخه وړاندې د سرلښكر په رسېدو د كراچۍ كور کمانډر د هغه تود هركلے وكړو۔