اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوارالح?? کاکړ وئيلي دي چې حکومت د خپلو وګړو د حقونو د تحفظ عزم لري٬ حكومت به په هېواد كښې د ټولټاكنو تر تابيا آئيني ذمه وارۍ ترسره كو??۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم سر?? پاکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيرې رينا کيونکا د جمعې په ورځ ليدلي٬په دې موقع وزيراعظم د پاکستان او اروپائي ائتلاف د اړيكو په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سر?? په دې لړ كښې په دې ورستيو كښې د شوي پېشرفت ستائ??ه وكړه۔ ده د اروپا منډيو كښې د پاكستان برآمدات په زياتولو كښې د جي اېس پي پلس سکيم په اهم كردار او د دې سكيم د جاري ساتلو په ضرورت زور رواړو كوم چې د پاکستان او اروپائي ائتلاف دواړو په مفاد كښې دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د خپلو وګړو د ټولو حقونو د تحفظ عزم لر??۔ د اروپائي ائتلاف سفيرې ووئيل چې اروپا به د پاكستان د حكومت ملاتړ جاري ساتي او د شريكې خوښې په څانګو كښې به مرسته زياتولو لپاره كار كوي۔