اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) پاکستان به په 30م او 31م اګست امن مشن لپاره د ملګرو ملتونو د راتلونكې وزارتي غو??ډې تيارۍ په اړه دغونډې كوربتوب كوي چې موضوع ئې د ملګرو ملتونو د “امن ډل?? حفاظت او سلامتيا” ده٬ جاپان د دې غو??ډې شريك كوربه دے كومه چې د پ??كس??ان د تربيې په لويه اداره “سينټر فار انټرنېشنل پيس اينډ سټيبليټي (سي آئي پي اېس) كښې كېدونكې ده٬ كومه چې ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو د امن ډلو ته كورسز٬ وركشاپس او سېمينارز وړاندې كوي۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې د ګل په ??رځ د جاري بيان له مخې د پ??كس??ان خارجه وزير او د دفاع وزير به غو??ډې ته وېنا كوي٬ په غو??ډه به د 156 هېوادونو مشتمل د ملګرو متلونو پېس كېپنګ آپرېشنز لپاره د خاص كمېټۍ نمائندګي كوٶنكو هېوادونو نه علاوه ځائي او نړيوال پوهان هم ګډون كوي٬ د دې نه علاوه د ملګرو ملتونو د سېكټرېټ لوړ پورو پشمول انډر عمومي سېكتر فار پېس اپرېشنز، آپرېشنل سپورټ لپاره انډر سيکرټري جنرل او د يو اېن پوليس اېډوائزر به هم په غو??ډه كښې ګډون كوي۔ په دوه ورځنۍ غو??ډه كښې به په بېلا بېل ذيلي موضوعاتو پېنل ډسكشنز كېږي چې پكښې د صلاحيت سازۍ ضرورتونه، د نړيوال قانون د نقطه نظر د لارې د ملګرو ملتونو د امن عسكر?? حفاظت، د ملګرو ملتونو د امن مشن طبي صلاحيتونه زياتولو نه علاوه ټېکنالوجي او ستراتېژك مواصلاتو څخه په ګټه پورته كولو غور شامل دے۔ په غو??ډه كښې به د ديسي ساخت چاٶدېدونكې آلاتو (آئي اي ډيز) څخه په رامخې ته خطرو ماهرانه خبرې او بريفنګ هم وركولې شي۔ بيان له مخې د پ??كس??ان په پاليسو او آپرېشنل دواړو كچو د ملګرو ملتونو په امن پوځ كښې اهم كردار دے چې شمېره ئې د ملګرو ملتونو امن پوځ ته د زيات عسكرو وركولو په هېوادونو كښې كېږي، پاکستان د كال 1960 نه تراوسه د نړۍ په ټولو براعظمونو كښې د ملګرو ملتونو په 46 امن مشنز كښې د دوه لكه 30 زره نه زيات مېل في مېل عسكر لېږلي چې پكښې د وظيفې په مهال 172 عسكرو ځانونه قربان كړې دي۔ وياندې ووئيل د پ??كس??ان لخوا د تيارۍ د غو??ډې كوربتوب د ملګرو ملتونو امن مشن لپاره د پرله پسې تړون نشاندهي كوي چې مقصد ئې په بېلا بېلو شخړيزو سيمو كښې سلامتيا او استحكام په ځائ ساتل دي۔ د كال 2023 وزارتي غو??ډه به په دسمبر كښې په ګهانا كښې كېږي د دې نه وړاندې به د غو??ډې تيارۍ لپاره د څلور سېشن يو سيريز كېږي چې پكښې به يو د پ??كس??ان په كوربتوب كښې كېږي چې پكښې به د ملګرو ملتونو د امن مشن بهترۍ لپاره د كوټلې نتيجو سهولتو لپاره خاص څانګو ته پام كولې شي