اسلام آباد۔4اګست (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم ??راني د ځپليو ملازمينو بحالۍ لپاره د جوړې كړې شويو خاص كمېټيو او نورو پارليماني كمېټيو پ?? احكاماتو او سفارشاتو د عملدرآمد رولنګ جاري كولو سره وئيلي دي چې كومو ادارو د كمېټيو احكامات منلې نه دي د هغوي په ضد به د توهين پارليمان كارروائي كولې شي۔ د جمعې ??ه ورځ په قومي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ووئيل د وزیراعظم لخوا پارليمان ته د ځپليو ملازمينو په اړه خط ليكلې شوې دې د كوم له مخې چې د قادر ??ند??خېل په مشرۍ كښې پارليماني كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ د كمېټۍ د سفارشاتو باوجود 80 فيصده ته نزدې ملازمين نه دي بحال كړې شوې۔ د دې كمېټۍ پ?? احكاماتو عملدرآمد كولې نه شي۔ ده ووئيل پارليمان سپريم او د اولس د ګټو ساتونكې اداره ده۔ په دې اړه بايد د سپيكر لخوا رولنګ راشي۔ ده ووئيل د ملازمينو ملازمت څخه په ويستلو مونږ ته دړد رسي۔ د بشري خواخوږۍ په بنياد مونږ له به د ځپلې ملازمينو مرسته كول وي۔ ده ووئيل څوك چې د پارليمان خبره نه مني د هغوي په ضد بايد كارروائي وكړې شي۔ دوهم سپيكر ووئيل په دې اړه ټولو ادارو ته هدايت جاري كړې شوي دي۔ ده د ??ند??خېل كمېټۍ او نور كمېټيو پ?? احكاماتو او سفارشاتو د عملدرآمد رولنګ وركولو سره ووئيل كومو ادارو چې احكامات نه دي منلې د هغوي په ضد به د توهين پارليمان كارروائي كولې شي