لاهور 14 جولائي (??ے پي پي) د مذهبونو همغږۍ او د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طا??ر محمود اشرفي وئيلي دي چې پاکستان كښې اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده ٬ د آسماني کتابونو بې حرمتي په هېڅ صورت كښې د ق??لېدو وړ نه ده٬ په هند او اسرائيل كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كېږي، مونږ مظ??وم فلسطيني وروڼو سره ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په لاهور پرېس كلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې۔ مولانا طا??ر اشرفي ووئيل ډېر زر به وروڼو اسلامي هېوادونو څخه سرمايه كاري پاكستان ته راتلل پېل شي٬ پاکستان به د مدينه پهطرز رياست جوړولو لپاره د خلافت راشده د نظام غوندې منظم هڅې كول وي۔ مولانا طا??ر اشرفي ووئيل د ګرين پاكستان وژن به هله كاميابېږي كله چې مونږ ټول اختلافات هېرولو سره يو موټې شو٬ د محرم الحرام په مهال د مسلكونو ترمېنځه همغږۍ لپاره ضوابط جوړ شوې دي۔ مولانا طا??ر اشرفي ووئيل فرقه ايز فسادات ملي جرم دے۔ ده ووئيل پاکستان كښې اقليتونو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ د آسماني کتابونو بې حرمتي په هېڅ صورت كښې د ق??لېدو وړ نه ده۔