اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وفاقی وزیر میاں جاوید لطیف وئيلي دي د وژنې د دړكو او په هېواد كښ?? د سازشونو مخنيوي يوازې په وخت ٬ سپېځلو او د منصفانه ټول ټاكنو د لارې ممكن دے٬ د راتلونكو ټولو ټاكنو په اړه د مسلم لیګ (ن) وژن ښكاره دے٬ د هېواد ادارې او اولس په دې خب??ه متفق دي چې نواز شريف د پاك پروردګار په امر هېواد ستونزو څخه ويستلې شي٬ د هېواد د راتلونكي وزيراعظم په اړه كومه پرېكړه به د پاكستان اولس كوي۔ د شورؤ په ورځ خب??ي كنفرنس ته خپل خطاب كښ?? ده ووئيل كه په كال 2014 كښ?? د دړكو ٬ بلېك مېلنګ او بريد لاره نيولو له هڅه شوې وه نو د 9 پېښې به نه رامخې ته كېدې۔ سهولت كار هم د مركزي مجرم برابر دي۔ ده ووئيل كوم مقصدونه چې زمونږ دښمن د خپل پوځ د لارې ترلاسه كولې نه شوو هغه دې سړي په نيم قيمت د مئي په 9 نېټه ترلاسه كړل۔ ده ووئيل نواز شريف سره د شوي ظلم ازاله دې وكړې شي٬ د كال 2017 د كردارونو په ضد دې كارروائي وكړې شي۔ ده ووئيل سينئر وكيلان ٬س??استوال اعتراف كوي چې نواز شريف سره زياتې شوې دې٬ خو دا خب??ه چا هم نه ده اورېدلې۔ ده ووئيل د پوځ سرلښكر ته دړكې وركړې شوې ٬ ده ووئيل رياست كمزورې نه دے۔ ده ووئيل كه بيا د هېواد په ضد چا داسې سازش وكړو نو هغه ته به عبرتناكه سزا وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د وژنې د دړكو او په هېواد كښ?? د سازشونو مخنيوې يوازې په وخت او د سپېځلو ټول ټاكنو د لارې ممكن دے٬ د راتلونكو ټول ټاكنو په اړه د مسلم لیګ (ن) وژن ښكاره دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل د كوم مجرم ګرفتار كول يا خوشې كول د حكومتونو نه بلكې د رياستي ادارو كار دے۔