اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف هي??ه څرګنده كړې چې پاكستان او قط?? به تجارت او سرمايه كارۍ پلو پام ګرځولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه او مستحكم كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظ?? آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمٰن الثاني د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ په اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې اړيكو په لا مستحكم كولو كښې د قطر د سفير د كردار ستائنه وكړه۔ وزير اعظم د واړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې خبرې ات??ې او غذائي تحفظ، توان، آئي ټي، کان کني او د دفاع په څانګو كښې د مرستې زياتولو ذكر وكړو۔ وزيراعظم هي??ه څرګنده كړه چې دواړه وروڼه هېوادونه به تجارت او سرمايه کارۍ ته پام ګرځولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه او مستحكم كړي۔ وزيراعظم د قطر سفير لپاره په سباٶن كښې كاميابۍ لپاره د نېكو هي??و څرګندونه وكړه۔ سفير په مېلمستي?? او تود هركلي د حكومت او د پاكستان د اولس مننه وكړه