اسلام آ??اد 18 مئي (اے پي پي) وزير مملکت فېصل کريم کنډي وئيلي دي بلاول بھټو زرداري به په مقبوضه کشمير كښې د هند ظلمونه رامخې ته كولو لپاره د آزاد كشمير دوره كوي، پيپلز پارټي د کشمير مقدمه په هر فورم پورته كړې ٬ وزير خارجه به نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د هند روانو ظلمونو په اړه خبروي٬ د جي 20 كنفرنس په مقبوضه کشمير كښې كېدونكے دے په كوم چې تل پاكستان احتجاج كړے، دا كېس مونږ په هر ځاے پورته كړے چې دلته كنفرنس نه دے پكار ٬ په دې لړ كښې به بلاول بھټو د مئي په 21مه نيټه د اسلام آ??اد نه مظفر آ??اد ته ځي چرته به چې د كشمير اسمبلۍ ته وېنا هم كوي٬ ميډيا سره به خبرې هم كوي او تر 23م مئي به كشمير كښې وي۔ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې فېصل کريم کنډي ووئيل د مئي نهمه نيټه د پاكستان د تاريخ توره ورځ وه ٬ د دې پېښو پيپلز پارټي غندنه كړې ٬ په د??ه ورځ سركاري املاك او پوځي تنصيبات سوځولي شوي٬ د پي ټي آئي غړو هم په د??ه ورځ د رامخې ته شوو پېښو غندنه كړې او په واضح توګه ئې وئيلي دي چې كوم كسان ذمه وار دي بايد سزا وركړې شي۔ ده و??ئيل عمران خان تېره ورځ د ??ېب عدالت ته نه دے وړاندې شوے۔ ده و??ئيل عمران خان پخپل دور كښې مېرمنې د كورونو نه زندان كښې اچولې او خپله ئې تل مېرمنې او كوچنيان ځان لپاره د ډهال په توګه كارولې۔ ده و??ئيل د تحريك انصاف زياتره كسانو پيپلز پارټي سره رابطې كړي ٬ پيپلز پارټۍ د هېواد په وضعه د سينټرل اېګزيکټو کمېټۍ غونډه رابللې ده۔ده و??ئيل بلاول بھټو به د نېشنل سيکورټي ميټنګ پحقله ګوند په اعتماد كښې اخلي او سبا ماښام به په كراچۍ كښې د پرېس كنفرنس په مهال ميډيا ته هر څه وړاندې كوي۔ ده و??ېيل پيپلز پارټي دا ګڼي چي خبرې اترې د مسئل حل دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل فريال تالپور هم مېرمن وه ٬ ھغه وخت خو عمران خان وئيل چې زه به د?? ټول په زندان كښې اچوم او اوس خپله د زندان نه ېرېږي او چې پوليس وين?? نو تېښته كوي٬ ده و??ئېل زمونږ د پولو حفاظت پاك پوځ كوي٬ مونږ ټول د پاك پوځ برخه يو بايد مونږ ټول ئې عزت وكړو