سیالکوټ۔15مئی(اے پی پی) د دفاع و??اق?? وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د وكيلانو خېر ښېګړې او د دوئي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو له پرله پسې هڅې كوؤ٬ وكيلان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده٬ دسټركټ بار زما كور او مونږ د دې كورنۍ برخه يؤ٬ د وكيلانو خېر ښېګړې له كار كول او دوئي ته پېښې مسئلې حل كول ما لپاره د درناوي خبره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په خپله استوګنه د بار صدر مقصدو احمد بھټي او سېكرټري چوهدري احسن اسماعيل ګجر ته د حك??مت لخوا د 50 لكه روپو چېك وركولو په موقعه وكړه۔ خواجه آصف ووئيل د وكيلانو فرض دي چې هغوي د قانون احترام او حفاظت وكړي۔ ده ووئيل زه په كال 1971 كښې د دې بار غړے جوړ شوم٬ د ډسټركټ بار مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو له به هڅې كوؤ۔ د بار صدر مقصود احمد بھټی او سېکرټری چوهدری احسن اسماعیل ګجر د حك??مت لخوا د 50 لكهه روپو چېك په ډالۍ كولو د خواجه آصف مننه وكړه۔ په دې موقعه دوئي و??اق?? وزير څخه د اېف آئی اے کورټ، د ترهګرۍ مخنيوي كورټ او د بېنكنګ كورټ غوښتنه وكړه۔ و??اق?? وزير دوئي ته با??ر وركړو دا كورټ به كه لويے څښتن ته منظور وي ډېر زر جوړ كړے شي