اسلام آ??اد۔10مئی(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي انشورنس محتسب د كاركردګۍ ستائنه ??ولو سره په انشورنس چارو كښې انصاف تر وګړو رسولو له د ادارې د كردار په اړه د اولسي شعور ب??دا??ولو په حاجت زور راوړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته د وفاقي انشورنس محتسب كلن رپورټ (2022) د شورؤ په ورځ وړاندې كړے شو۔ رپورټ وفاقي انشورنس محتسب ډاکټر محمد خاور جمیل وړاندې كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر مملكت ووئيل په انشورنس چارو كښې اولس ته د دوي تر درشل د انصاف رسول به لا ګړندے كول وي۔ ده ووئيل اولس دې انشورنس سره د اړوندو ګېلو لرې كولو له وفاقي انشورنس محتسب ته رجوع وكړي۔ صدر مملكت د وفاقي انشورنس محتسب د كا?? 2022 كاركردګۍ ستائنه ??كړه۔ فاقی انشورنس محتسب په خپل كلن رپورټ كښې وئيلي دي په دې مهال د 4634 شکایتونو ازاله وكړې شوه او انشورنس پالېسي هولډرز ته د 205 اربه روپو ريليف وركړے شو۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي وفاقي انشورنس محتسب د 95 فیصده انشورنس کېسونو ازاله په 60 ورځو كښې كړې ۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي په سكھر او حېدر آباد كښې نوې دفترونه ??رانستلې شوي دغسې چې ځايي ??ګړو ته انصاف د هغوي تر درشل ورسولې شي