اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود وزيراعظم شهباز شريف ته د اعتماد ووټ په ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره ووئيل بله اداره د پارلمان په قانون سازۍ اثر انداز كېد?? نشي، څوك وزيراعطم كور ته نشي لېږلې٬ پارلمان او حکومت به خپله موده ترسه كوي ۔ د زيارت په ور?? قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل دې ايوان په اتحادي حكومت د اعتماد څرګندونه كولو سره د يو والي څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل اقتدار اعلی پاك پروردګار سره دے او دا د ټولو نه اعلٰی ايوان دے، مونږ د آئين حفاظت د هېواد 22 كروړه اولس ته تحفظ وركول دي۔ ده ووئيل د مذاكراتو پحقله زمونږ اصولي موقف دے چې سياست وال به مذاكرا?? كوي خو د چا په فشار كښې د مذاكراتو نه اول هم انكاري ٶ او اوس به هم انكار كوٶ، زمونږ د پېل نه دا موقف ٶ چې په هېواد كښې په يو وخت ټاكنې پكار دي ٬ زمونږ مطا??به وه چې فل كورټ دې جوړ كړے شي، جے يو آئي مطا??به كوي چې دغه درې ججز دې استحقاق كمېټۍ ته راوبللې شي٬ بله يوه اداره د پارلمان د قانون سازۍ په اختيار اثر انداز كېد?? نشي۔ده ووئيل د سېنېټ د مذاكراتي كمېټۍ پرېكړې ته سترګې په لار يو٬ د دغې پرېكړې نه پس به مونږ خپله پرېكړه كوٶ، ده ووئيل پارلمان وزيراعظم سره ولاړ دے څوك وزيراعظم كور ته نشي لېږلې٬ پارلمان خپل اكثريت ثابت كړے دے اوس به دوي له خپل اكثريت ثابتول وي۔