اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی) خارجه وزير بلاول ب??ټو زرداري وئېلي دي پاكستان هنګري سره شريكه مرسته زياتولو له خوښي لري او هنګري سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د هنګري دو??ې په موقع خپل هم څنګ سره خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔خارجه وزير ووئيل د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د زړې د ورورولۍ اړيكې قائم دي ٬د دو??ې په مهال په هنګري كښې د اعلٰی تعليم لپاره د پاكستان زده كوونكو په وظائف هم خبرې اترې وشوې۔بلاول ب??ټو زرداري ووئيل د هنګري دو??ې څخه د پاكستان او هنګري ترمينځه د اړيكو يو نوې دو?? پېل شوے۔خارجه وزير د دو??ې په بلنه د هنګري خپل هم څنګ مننه كولو سره ووئيل هغه د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د مرستې زياتولو لپاره د سهولتي كردار ادا كړے۔بلاول ب??ټو زرداري ووئيل پاكستان او هنګري نن د مفاهمت په دريو يادښتونو لاس ليك كړے چې پكښې په لو??و كښې په مرسته٬د سفارتي اكېډمو ترمينځه مرسته جوړول دي٬د پاكستان او هنګري فارن سروس اكېډمۍ يو بل سفارتكارو ته تربيه وركوي او درېم د مفاهمتي يادښتونو تعلق د هنګري پوهنتونونو كښې د پاكستانو زده كوونكو لپاره ترلاسه سكالرشپس زياتول دي۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د هنګري سفيرانو كلن كنفرنس ته هم خطاب وكړو۔د سفيرانو كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير بلاول ب??ټو زرداري ووئيل د نړيوالو مسئلو حل لباره خبرې اترې او د مرستې زياتولو يواځنۍ لار ده۔ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له يو موټې كېدل پكار دي۔خارجه وزير ووئيل مونږ له د سفارتكارۍ او امن لار پريښودل نه دي پكار۔د دې څخه وړاندې د خارجه وزير بلاول ب??ټو زرداري هنګري ته په رسېدو د پاكستان سفير آصف حسېن ميمن او د هنګري اعلٰی چارواكو تود هركلے وكړو۔بلاول ب??ټو زرداري د دو??ې په مهال د هنګري خپل هم څنګ سره هم ملاقات كړے او د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج ئې اغستے ۔دغسې د دې څخه وړاندې خارجه وزيرانو د پاكستان او هنګري ترمينحه د مرستې په يادښتونو لاس ليك وكړو۔ياد دې وي چې د كوم هم پاكستاني خارجه وزير لخوا د هنګري دا و??ومبۍ سركاري دو??ه وه۔