مظفر آباد۔5فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تېرو 75 کالو راهسې د کشميري وروڼو، خوېندو، مېندو، ماشومانو او ځوانانو چې كومې مړانې او حوصلې سره د هندي ظلم او جبر مقابله کړې ده او کومې لويې قربانۍ يې ورکړي دي هغه به ??امخا رنګ راوړي۔ د ټولو سياسي ګوندونو د كشمير مسئلې له يو موټې كېدل به هند لپاره يو فعاله پېغام ثابت شي٬ هند کشمیر د نړۍ تر ټولو لويې زندان كښې بدل کړی، كشميري اولس ته آزادي وركولو له به پاكستان يو معاشي قوت جوړول وي۔ د اتوار په ورځ د كشمير د يووالي ورځې په موقع د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې زه نن په هغه ځايې ولاړ يم كوم چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د پاکستان ??ه رګ بللے وو٬ د آزاد كشمير وزیراعظم ماته دلته د راتللو بلنه راكړه دغسې چې خپل معروضات وړاندې كړې شم او تاسو سره په ګډه كشمير پالېسۍ كښې لا جدت او قوت پېدا كولو له مشاورت وكړے شم۔ وزيراعظم ووئيل نن چې په مظفر آباد كښې د سياسي ګوندونو مشرانو او غړو د كوم يو والي څرګندونه كړې ده دې سره به ?? هندوستان ??كومت او اغيار ضرور پرېشانه شي او بايد پرېشانه شي ولې چې كله قوم د خپلو اهدافو ترلاسه كولو له يو موټي شي نو د پاك پروردګار په فضل او كرم دغه قوم لا قوي ??ي۔ ده ووئيل هند له 75 كالو راهېسې د لكھونو پ?? شمېر مسلمانان ??لم او زياتي سره مخ كړي٬ د لكھونو پ?? شمېر شهيد كړی شوي ??ي٬ نرېندر مودی په اګست 2019 كښې د كشمير ځانګړې حېثيت ختمولو سره دا وادي په زندان كښې بدله كړه۔ ده ووئيل د کشميري وروڼو، خوېندو، مېندو، ماشومانو او ځوانانو چې كومې مړانې او حوصلې سره د هندي ظلم او جبر مقابله کړې ده او کومې لويې قربانۍ يې ورکړي دي هغه به ??امخا رنګ راوړي۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله نړۍ خبره نه كوي ٬ دنړۍ قوتونو پ?? مذهبي بنيادونو سوډان ??قسيم كړو٬ مشرقي تېمور د انډونيشيا برخه وه قطع كولو سره دغې سيمې ته ??ه مذهبي بنيادونو آزادي وركړې شوه٬ دغسې نړيوالو قوتونو قطبي آئرلېنډ ته ??ه سياسي او مذهبي بنيادونو آزادي وركړې خو كله چې د بوسنيا خبره راشي نو پرمختګ كړې هېوادونه تر هغه وخت غلې وي ??ر كومې چې د زرګونو پ?? شمېر خلقو وينه تويې شوې نه وي ٬ د زرګونو پ?? شمېر مېندې د خپلو زړه ټكړو نه محرومه شوې نه وي۔ دغلته ډېر زيات ظلم شوے ٬ اجتماعي قبرونه جوړ كړې شوي ٬ كله چې د مسلمانانو د وينو نخښې ګردې نړۍ ته ??ښودلې شوې نو د دوئي سترګې پرانستلې شوې۔ دغسې په فلسطين كښې ظلم او زياتې روان ??ے او دا هڅه روانه ده چې ظالم او مظلوم برابر وګرځولې شي۔ ده ووئيل د تېرو 75 كالو پ?? مهال د پاكستان ??ولس او حكومت د كشمير كاز خبره كړې ده۔ په 1954ء كښې نهرو پ?? لوك سبھا كښې وئيلي وو چې مونږ به كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړؤ۔ ده ووئيل كشميرې اولس پوښتنه كوي چې كله دوئي سره ظلم روان وو نو اسلامي نړۍ بايد د دوئي مرسته ??ړې وې ٬ د دوئي ګيله به په ځائې وي ?? پاکستان ??و يوې ګھړۍ له هم كشميري وروڼه هېرولې نه شي٬ اسلامي نړۍ هم د كشميري اولس ملاتړ كوي۔ شهباز شریف ووئيل كه مظفر آباد څخه د افريقې تر آخري غاړې مسلمانان ?? كشميري او فلسطيني اولس آزادولو عزم وكړي نو پ?? پاك پروردګار مې دې قسم وي چې د هغه په مرسته به ??وئي آزادي ومومي٬ خو دې له به ??ملي كار كول وي۔ دا نعرو ٬ مرثيو ٬ تقريرونو او مشاعرو سره نه بلكې عملي كار كولو سره كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په دويم جنګ عظيم كښې جاپان ??و المان ??ه زيات زيان وشو او د كروړنو پ?? شمېر خلق مړه شول خو پ?? 60 كاله كښې چې هغوي كومې خوارۍ سره كار وكړو نن يۍ نړۍ ستائنه كوي۔ ده ووئيل كه پاكستان ٬ منځنې ختيز او د خليج په شمول اسلامي نړۍ په ګډه تركيز كولو سره كار وكړي او پ?? غږ كښې قوت پېدا كړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې كشميرې او فلسطين اولس به ??زادي ومومي۔ وزيراعظم وئيل پاكستان ??تومي قوت دے او هندوستان ورته ??ه خيرنه سترګه كتلې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان ?? وزيراعظم په حېث نه بلكې د پاكستاني وګړي په حېث ولاړ يم۔ كه مونږ خپله منځه اختلاف يو اړخ ته ??ړو او دا پرېكړه وكړؤ چې كشميري او فلسطيني اولس ته خپل حق وركول دي نو دې لپاره به ??فارتي هڅې كول وي٬ او دې سره به كشمير آزاد شي۔ ده ووئيل ذوالفقار علی بھټو كشمير لپاره تر زر كالو د جنګ كولو خبره كړې وه ، دغسې نواز شريف په كال 1998ء كښې د هند د 5 چاؤدنو پ?? ځواب كښې 6 چاؤدنې كولو سره پاكستان يو اتومي قوت جوړ كړو۔ په كال 1999ء كښې چې كله واجپائي لاهور ته راغلو نو هغه د مينار پاكستان ??وره وكړه او دغلته ګويا شو چې د پاكستان ??وړېدو پ?? وخت زمونږ په زړه ډېر څه تېر شوې وو خو اوس مونږ پاكستان ?? زړه نه تسليموؤ۔ دې څخه وروستو لاهور لوظنامه وشوه او واجپائي نواز شريف سره وعده وكړه چې په يو كال كښې به ?? كشمير مسئله حل شي۔ باقي تاريخ دے په كھټمنډو كښې څه شوې وو ټولو ته ??اد دي٬ ده ووئيل مونږ له به ??ېر وخت څخه زده كړه كولو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ كه پاك پروردګار ته ??نظور وي كشمير به ??رور آزاد شي او د سيد علي ګېلاني روح ته به ??كون ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل ياسين ملك په تهاړ زندان كښې ستونزو سره مخ دے٬ آسيه اندرابي سره ظلم روان ??ے٬ دغسې د لكھونو پ?? شمېر مثالونه موجود دي۔ كشميري اولس په ځايې پاكستان ??ه ګوري ٬ پاكستان له به ??ا قرض وركول او خپله ذمه واري ترسره كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د معاشي چېلنجونو باوجود د آزاد كشمير د اسمبلۍ سپيكر او وزيراعظم لخوا د پورته ??ړې غوښتنو به ??اج اخستلې شي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف پلاوې پاكستان ??ه راغلې دې او د يوې يوې سبسډي جاج اخلي۔ ده ووئيل مونږ له كه داسې ژوند كول دي لكه څنګه چې د نړۍ نور قومونه كوي نو بيا به يو موټې كېدو سره د معاشي چېلنجونو مقابله كول وي ??و سستي به ??تمول وي۔ ده ووئيل كه زمونږ قول او فعل د تضاد نه پاك وي نو بيا زمونږ بېړې تر ساحله رسېدې شي۔