اسلام آباد۔01 ??روری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ميانوال?? په مكړوال تاڼه د ترهګرو بريد په ناكامه كولو د پن??اب پوليس ستائنه كولو سره د غېر معمولي مړانې څرګندونه كوؤنكو پوليس افسرانو او ځوانانو ته د انعامونو او تعريفي سندونو وركولو اعلان كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي ب??ان له مخې وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په زغلولو د پن??اب پوليس افسرانو او ځوانانو ستائنه كوم٬ پوليس د ترهګرۍ او جرمونو په ختمولو كښې زمونږ د وياړ وړ د اولني صف ډله ده۔ د ترهګرو په ضد ټول قوم او ادارې يو موټي او يو آواز دي?? وزیر اعظم ووئيل د ترهګرۍ په مخنيوي كښې د پن??اب پوليس او سي ټي ډ?? په كردار ټول اولس ته وياړ دے۔ ده ووئيل پوليس او سي ټي ډي به لا مضبوطوؤ او دوئي ته به عصري وسله وركوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له ټول اولس خپلو اتلانو ځواكونو سره ولاړ دے