جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شر??ف سره په جنيوا كښې د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ليدلې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه د تج??رتي حجم په زياتولو٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تج??رتي راهدارۍ د كار لا ګړندي كولو او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره شر??كې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزيراعظم په دې موقع د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او ھغه له ئې د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم د ازبکستان لخوا پاکستان كښې د سېلاب په مهال په مرسته د صدر مرزايوف م??نه هم وكړه۔ خارجه وزير بختيار سيدوف د وزيراعظم م??نه وكړه او د خپل هېواد لخوا د سېلاب ځپليو بحالۍ له د هر ډول ممكنه مرسته باور ئې وركړو