اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د كل جماعتي حريت كنفرنس وئېلي دي چې كه ملګري ملتونه خپل ساك?? بحالول غواړي نو د جمو كشمير په اړه دې په خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔د شورو په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير او پاكستان كنوينئر محمود احمد ??اغ??٬جنرل سېكرټري شېخ عبدالمتين او د اطلاعاتو سېكرټري امتياز واني د اسلام آباد څخه جاري شوي يو شريك بيان كښې وئېلي دي چې په 5 جنوري 1949 د ملګرو ملتونو سېلامتي كونسل يو تاريخي قرارداد منظور كړی و كوم كښې چې وئېلي شوي وو چې د جمو كشمير پريكړه دې د آزاد او بې پرې رايو جمهوري طريقې سره ??كړ?? شي خو د 7 لسيزو راهيسې پھ دې قرارداد عمل نه دې شوې٬دوي د افسوس څرګندونه وكړه چې ملګرو ملتونو په خپل قرارداد عملدرآمد له كوم كوټلې كردار نه دې ترسره كړې۔دوي ووئيل كشميريانو او پاكستانيانو زړونه يو ځاې درځېږي او كشمير به جوړېږي پاكستان٬د هر كشميري غږ دې۔دوي ووئيل پاكستان عمر له د كشميريانو د خپلواكۍ حق د هلو ځلو حمايت كړی دوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د كشميريانو د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل كولو كښې كردار ترسره كړي