اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ (پي اے سي) ??ون??ه د شورو په ورځ د چيئرمېن نو?? عالم خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غړو شاهده اختر علي٬ سيد غلام مصطفي شاه٬ ډاكټر ملك مختار احمد٬ برجيس طاهر٬ ډاكټر محمد افضل ډھانډله٬ سيد حسېن طارق٬ شيخ روحيل اصغر٬ ډاكټر رميش كمار او د وجيهه قمر پشمول د اړٶندو سركاري ادارو چارواكو ګ??ون وكړو۔ په ??ون??ه كښې د آبي وسائلو وزارت د كال 20۔2019 د آډټ اعتراضونو جاج واخستلے شو٬ په دې موقع د پي اے سي چيئرمېن ووئيل ځېنې وزارتونه د وېريفكېشن پحقله د آډيټر جنرل آفس د ځينې چارواكو ګيله لري ، داسې پكار نه دي٬ د وزارت چارواكي د دوي نه ېرېږي دې لپاره ئې مونږ ته ئې ګيله كړې۔ د غړو رائے له مخې نو?? عالم خان ووئيل ټولو وزارتونو ته دې اطلاع وركړې شي چې د يري فكېشن پحقله كه د آډيټر جنرل آفس يو چارواكې تاسو څه مطالبه كوي پي اے سي دې پرې خبر كړې شي مونږ به كاروائي كوٶ٬ د آډټ لخوا د ګرېډ 21م يا د ډي جي عهدې افسر دې وزارتونو ته ځي۔ په دې موقع ووئيل شول د داسو٬ نيلم جهلم٬ بھاشا او مومند بند او د كے فور كراچۍ د منصوبو دې ??را??زك آډټ وكړے شي۔ په دې موقع نو?? عالم خان ووېئل د ټي وي يو آرټسټ په دوه لكه روپۍ مياشت ولې لګولے شوے ٬ د كمېټۍ غړي سيد حسېن طارق ووئيل د ګرېډ 18 افسر په 3.5 لكه ډالره بهرتي كولو څه جواز جوړېږي۔ په دې موقع ووئيل شول د نوي ګاج ډيم داډو د جوړېدو په منصوبه كښې د بېنك جعلي ضمانت جمع كونكي تهېكدار په ضد د كاروائۍ نه كولو پحقله معامله پلټنو او نو??ې كاروائۍ َلپاره اېف آئي اے ته وسپارلې شوه۔ د پي اے سي چيئرمېن نو?? عالم خان د ډيم فنډ تفصيلات نه وركولو پحقله چيف جسټس آف پ??كستان ته د چيټۍ ليكلو پرېكړه وكړه