اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف تر راتلونكې اپرېل مياشتې څخه وفاقي سركاري ودانۍ او دفترونه په شمسي توان د منتقل ??ولو اعلان كولو سره وئېلي دي د تجديد وړ او په ارزان توان ذريعو انحصار د وخت مهم ضرورت دے ٬د تېل او ګاز كلن درآمدي بل 27 ارب ډالره او ګردشي قرض تر 2500 ارب روپو رسېدلے دے٬د تېرو 30 كلونو په مهال د توان په څانګه كښې كوم اصلاحات نه دي شوې٬د پي ټي آئي حكومت د ارزانه تېلو او ګاز په نه اغستو د مجرمانه غفلت مظاهره كړې٬نيب نيازي له د لاس وركولو له امله د احتساب په نامه سياسي مخالفين د انتقام سره مخ كړي٬حكومت د هېواد معاشي مسئلو حل لپاره هڅې كوي۔ده د دې خيالاتو د نهې په ورځ د شمسي توان په اړه كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم ووئيل د ګران درآمدي ايندهن له امله هېواد معاشي مسئلو سره مخ دے٬لائن لاسز او د برېښنا غلا په ګردشي قرض كښې د اضافې لويې وجوهات دې٬په ګرانۍ كښې ګير اولس مونږ څخه ډې??ې هيلې لري٬د اولس باور بحالولو لپاره شپه ورځ خواري كوو٬ ده ووئېل د قائداعظم اصولو له مخې هېواد د پرمختګ په لاره روانول زمونږ قامي فريضه ده٬د روس –يوكرين جنګ څخه د تېلو په نړيوالو بيعو كښې اضافه شوې٬د جنګ په نتيجه كښې په نړيواله كچه د ګاز هم بحران رامخې ته شوے ٬مالدار هېوادونه په زياته بيعه ګيس اخلي٬پرمختګ ك??ون??ي هېوادونه په ګرانه بيعه ګاز اخستل ته مجبور شوي٬ ده ووئېل د كورونا وبا په مهال د تېلو او ګاز بيعې كمې شوې وې خو د پي ټي آئي حكومت د ارزانه تېلو او ګاز په نه اغستو د بدترين غفلت مظاهره كړې او هېواد ي?? د ??عاشي مسئلو پلو بوتلے۔ده ووئيل د تجديد وړ او په ارزانه توان ذريعو انحصار د وخت مهم ضرورت دے ٬د مسلم ليګ(ن)په تېر دور كښې په بندونو كار پیل شوے ؤ او په زرګونو مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې د شاملولو نه پس لوډشېډنګ ختم شوے ؤ ٬ ده ووئېل د سي پیك له مخې هم ګڼ شمېر پلانټس لګولي شوي ۔ده ووئيل د 10 زره مېګاواټ شمسي توان په پروژو كار پیل شوے ٬د توان ترلاسه كولو لپاره ځايې سكاره هم كارولې كېږي٬د شمسي توان استعمال څخه به د اربونو ډالرو بچت باوري شي٬صوبائي اعلٰی وزيران٬د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونه هم د شمسي توان استعمال ته وده وركوي٬وفاقي حكومت به په دې كښ?? د ??غوي بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل تر راتلونكې كال اپرېل څخه به د وفاقي حكومت ټولو دفترونو او سركاري ودانۍ په شمسي توان منتقل ??ړی شي ۔وزيراعظم ووئيل ګرانۍ سره مخ اولس زمونږ نه ډې??ې هيلې لري٬مخلوط حكومت په اولس بوج اچول نه غواړي خو د آئي اېم اېف سره پخواني حكومت د لوظ نامې خلاف ورزي كړې چې په سبب يې آئي اېم اېف هم باور كولو ته چمتو نه دے٬ ده ووئېل كه چرې كروندګرو يا د كركيلې څانګې له سبسډي وركول وي يا د سېلاب ځپليو مرسته كول وي نو مونږ له به د آئي اېم اېف سره مراجع كول وي٬د آئي اېم اېف پروګرام جاري ساتلو نه بغېر بله لاره نشته٬مونږ له د اولس باور بحالول دي٬اولس د ګرانۍ د بوج څخه خلاصولو لپاره به سمدستي داسې اقدامات كول وي كومو څخه چې كركيله او صنعتي څانګې پرمختګ وكړي٬ ده ووئېل مونږ له به بچت پلو هم تلل وي۔وزيراعظم ووئيل په اولس د ګرانۍ بوج كمولو لپاره سمدستي كار د شمسي توان استعمال دے٬بهاولپور كښ?? د ??ړومبې قائداعظم سولر پارك مونږ بنياد اېښودے ؤ ٬دا ټول اقدامات د ټيم ورك نتيجه وي٬مونږ دا پروژه په سپيځلې ډول لګولې خو د دې په ضد هم بې بنسټه او ناوړه پروپیګنډه شوې ځكه چې يو نازولے رامخې ته كولے شو ٬ ده ووئېل د سپريم كورټ پخواني چيف جسټس په پنجاب كښې د 56 كمپنو په ضد كاروائي كړې خو دغې كمپنو په معملات كښ?? د ??وې پيسې هم كرپشن ثابت نه كړے شو خو د قام وخت ضائع كړے شوے ٬ دغسې د سركاري افسرانو په بدنامولو د پرمختګ رفتار ايسار كړے شوے ٬وزيراعظم ووئيل سركاري ودانۍ په شمسي توان د منتقل ??ولو منصوبه جوړه كړی شوې٬د متبادل توان د پرمختګ بورډ په دې لړ كښې به د ټولې خريدارۍ مجاز وي او د هر وزارت او محكمې به خپل فنډنګ وي٬دې لپاره به اضافي روپھ هم نه وي پكار۔وزيراعظم ووئيل تر راتلونكې كال اپرېل څخه به د وفاقي حكومت ټول دفترونه او سركاري ودانۍ په شمسي توان منتقل ??ړی شي٬په دې لړ كښې به د بولۍ ټول عمل سپيځلې وي او تهرډ پارټي آډت هم كېږي٬مونږ لپاره يو يو ډالر دا مهال قيمتي دے۔ده ووئيل د شمسي توان لګښت دا مهال 3 سينټ يو يونټ دے٬د دې څخه به په اربونو ډالره بچت وشي٬كروندګرو ته چې كومه برېښنا په 24 روپۍ يو يونټ ترلاسه كېږي٬په شمسي توان منتقلۍ څخه به 8 روپۍ يو يونټ ترلاسه كېږي٬دا زمونږ د بقاﺀ معامله ده٬ ده ووئېل د كركيلې٬صنعت٬كاروبار٬تعليمي ادارې او روغتونونه ټول به په شمسي توان منتقل ??ول قامي خذمت وي۔ده ووئيل صوبائي اعلٰی وزيران٬د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير حكومتونه هم د شمسي توان استعمال ته وده وركوي٬وفاقي حكومت به په دې كښ?? د ??غوي بشپړه مرسته كوي۔ده ووئيل تر راتلونكې كال اپرېل څخه به د وفاقي حكومت ټول دفترونه او سركاري ودانۍ په شمسي توان منتقل ??ړی شي ۔