شرم الشیخ 07 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د مصر شرم الشیخ ښار كښې نن مصروف ورځ تيروي۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیر اعظم محمد شهباز شریف “شرم الشیخ کلائمیټ امپلی منټېشن سمټ ” كښې ګډون لپاره شرم الشیخ انټرن??شن?? کنونشن سینټر ته ځي چرته به چې هغه د سمټ پرانستي دستوره كښې ګډون كوي۔ وزیراعظم به نن د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ سیکرټري جنرل انتونیو ګوتیرس سره هم ملاقات کوي دې نه پس به دواړه لارښود شريك پرېس ټيك آؤټ كوي۔ وزیراعظم به يو مهم راؤنډ ټ??بل د كوم سرخط چې “ارلی وارننګ فار آل ایګزیکټو پلانز لانچ” دې ، هم ګډون كوي۔دې نه ځانله وزیراعظم به د سعودی عرب په كوربتوب كښې كيدونكي “مډل اېسټ ګرین انیشي ایټو سمټ” كښې هم ګډون كوي۔ د وزیراعظم د مصر صدر او کویت امیر سره ملاقاتونه هم متوقع دي۔