اسلام آباد 10اکتوبر(اے پی پی) دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د خيبر??ښت??نخوا ټول حكومت د اسمبلۍ څخه د تښتېدلي عمران خان په اقتدار كښې راوستو له هڅې كوي ٬د صوبې وسائل عمران خان استعمالوي۔د ګل په ورځ په قا??ي اسمبلۍ كښې د خيبر??ښت??نخوا په بيلو برخو كښې د ترهه ګرۍ پېښو په اړه د غړو د اړخه په پورته كړو نكتو د دفاع وزير ووئيل پخواني وزيراعظم عمران خان خېبر??ښت??نخوا سپرنګ بوټ جوړ كړے٬د صوبې ټول سهوليات چې پكښې چورلكه او پوليس فورس هم شامل دے٬د عمران خان په خذمات كښې بوښت دي۔هغه اوس په خېبر??ښت??نخوا كښې پناه اخستې او د صوبې ټول وسائل كاروي۔د دفاع وزير ووئيل سوات او د صوبې نورې سيمې نظرانداز كړې شوي ځكه چې صوبائي حكومت خپلې ذمه وارۍ پرېښودلو سره عمران خان بيا په اقتدار كښې راوستو له هلې ځلې كوي۔دې سره د صوبې عام وګړي ځپلې كېږي۔ ده ووئېل په استاذانو چې كوم تشدد شوے په هغې دړدېدلې يو٬كوم ك??ان چې زمونږ بچو ته سبق ښ??ئي بايد هغوي سره دا ډول سلوك ونه كړے شي۔ده ووئيل پخوانې وزيراعظم د حقيقي آزادۍ خبرې كوي نو هر څه د آډيو ليك څخه معلومېږي چې د كومې آزادۍ خبرې كوي٬د هغه مخ ټول قام ته بې نقابه شوے دے۔