اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سټريټ چلډرن او 20 مليونه څخه زيات سكولونو ته نه تلونكې ماشومان باقاعده په تعليمي چوكاټ كښې شاملولو او د هغوي په قيمتي انساني وسائلو بدلولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د انډر 16 اسټريټ چلډرن ډلي او مسلم هينډز عهديدارو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دا ډله به اسټريټ چلډرن ورلډ كپ قطر 2022 كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ صدر د مسلم هينډز د اړخه د بې وزله ??اشومانو مرستې او د هغوي صحت مند او تعميري هلو ځلو كښې د شاملولو ، مناسب تربيې ، تعليم، س??اج?? او مواصلاتي پوهي او اعتماد سره سره د فټ بال ټورنامنټس كښې په نړيواله ??چه د سيالۍ موقع وركولو غوندې اقدامات وستائل۔ده د ډلي كاميابي ستائلو سره ووئيل دا ډول اقدامات د هاكي او كبډي غوندې نورو لوبو ودې لپاره هم دې وكړے شي۔ صدر ووئيل حكومت هم زيات اقدامات كوي خو پسمانده ماشومان صحت منده هلو ځلو كښې شاملولو لپاره پرائيويټ سيكټر، اين جي اوز او د سول سوسائټۍ مرستي ته اړتيا ده۔ ۔ صدر د پاكستان سپورټس بورډ ته سپارښتنه وكړه چې اسټريټ چلډرن دې د ل??بو په هلو ځلو كښې شامل كړے شي دغسې چې د هغوي كردار سازي او اعتماد سازي سره سره د تربيې د لارې هغوي د نړيوال معيار لوبغاړي جوړولو له ??رسته تر لاسه شي۔ده ووئيل پاكستان د ل??بو سره مينه لرونكے هېواد دے او فټ بال لوبه هم د هېواد په ??وټ ??وټ كښې يو شان مقبول ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ل??بو وده زمونږ د ځوانانو تناؤ كمولو او صحت مند ژوند كولو له ??رسته كولې شي۔دې څخه وړاندې ډائريكټر مسلم هينډز برتانيه راجه ارسلان نصرت صدر مملكت له بريفنګ وركړو۔په دې موقع صدر مملكت قامي بيرغ هم د ډلي كپتان له ??ركړو