اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اېن اېف آر سي سي غونډه وش??ه چې پكښې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د خوراكي توكو٬ طبي و??ائ??و او سندھ او بلوچستان كښې د اوبو په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ د اېن اېف آر سي سي له مخې د وفاق اكائيو ته ووئيل شو?? چې په سېلاب ځپلې سيمو كښې دې د صحت خيال ساتونكې عملې شمېره زياته كړې شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال اېن اېچ اے ته امر وكړو چې د اېن فائيو بحالي دي باوري كړې شي دغسې چې د سامان رسولو لاره پرانستلې شي۔ ده د سندھ او بلوچستان حكومتونو ته امر وكړو چې كوزو سيمو كښې د اوبو نكاسۍ لپاره روډ مېپ وړاندې كړي۔ غونډې ته ووئيل شو?? چې په ځپلې ضلعو كښې د خوراك او نورو څيزونو حاجت دے٬ د مېرمنو او كوچنيانو د خاص خوراك پشمول پيو او غلې او مېرمنو لپاره اضافي خوراك ته اړتيا ده٬ د ژمي موسم پېل كېدو نه وړاندې به د پناه ځايونو او خېمو حاجت وي۔ غونډې په دې خبره زور رواړو چې حكومتي و??ائ??و سره سره اولس او فلاحي تنظيمونو سره دې مرسته وكړې شي دغسې چې دوي په آسانۍ سره د ريليف تر كمېپونو ورسي او تر ځپليو وروڼو خوېندو عطيات ورسولې شي