قمبر شهداد كوټ 05 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم ??حمد شهباز شريف وئيلي دي حكومت د سېلاب ځپليو د مرستې فنډ د 28 ارب نه 70 اربه روپو ته د رسولو پرېكړه كړې ، تر هره ځپلې كورنې به په سپېځلي ډول مرسته رسولې شي، په سېلاب ??ښې فصلونه تباه شوي، خلق بې كوره شوي، د نړيوالې ټولنې ل??وا د مرستې مننه كوو، دا وخت د سياست نه دے، ځپليو لپاره به په ګډه كار كول وي. د ګل په ورځ په قمبر شهداد كوټ كښې د سېلاب ځپليو د كېمپ دورې كولو په موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ??وئيل ما د سېلاب ځپليو سيمو فضائي جاج اخستے، هرې ??وا ته اوبه ولاړې دي، په سېلاب ??ښې ډېره تباهي شوې ، د سندھ حكومت د ځپليو مرستې لپاره شپه ورځ هڅې كوي. ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه به د ځپليو مرستې لپاره د يوې دقيقې وخت هم نه ضائع كوي. ده ووئيل حكومت سېلاب ځپليو كورنيو سره د 25 زره روپو د مرستې لړې د بلوچستان نه پېل كړې . د سېلاب ځپليو مرستې لپاره 28 اربه روپې بېلې كړې شوې وې خو د سېلاب ځپليو شمېره ډېره زياته ده، ځكه وفاقي حكومت دا 70 اربه روپو ته د رسولو پرېكړه كړې. ده ووئيل دا پېسه به په سپېځلي ډول د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د لارې وركولې شي. وزيراعظم ??وئيل په سېلاب ??ښې د پومبې، وريژو او د خرما پشمول ډېرو فصلونو ته زيان رسېدلے. سندھ په سېلاب ??ښې ډېر ځپلے شوے، د يو اے اي، قطر، تركيې، سعوري، چين، امريكې او د اېران پشمول د ټولو دوست هېوادونو مننه كوم كومو چې په دې سخت وخت كښې د ځپليو مرسته وكړه. ده ووئيل هره ورځ د بېلا بېلو هېوادونو الوتكې د مرستې سامان سره راځي. د تركيې ل??وا د مرستې د سامان 4 رېل ګاډي هم راروان شوي. د پرنس كريم آغا خان زوي هم د 10 مليونه ډالرو اعلان كړے. چين هم د مرستې رقم زيات كړے. وزيراعظم ??وئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك پوځ ل??وا د ريليف او بحالې چارې روانې دي. د دې څخه وړاندې وزيراعظم ځپليو ته چيكونه وركړل. وزيراعظم ته د سېلاب زيان او بحالې په اړه بريفنګ هم وركړے شو. وزيراعظم ته د ځپلې سيمې د فضائي معائنې په وخت د سندھ وزيراعلٰې سيد مراد علي شاه او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم بريفنګ وركړو.