اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې فلم او ډرامه په نړيواله كچه د پاكستان تشخص په ښه كولو كښې كليدي كردار ترسره كولې شي٬د فلمونو قيصه٬معيار او ټېكنالوجي ښه كول زمونږ د قامي فلم پالېسۍ برخه ده٬په دې وخت كښې د معياري فلونو ډېر ضرورت دې٬فلمي صنعت به د نوې وخت تقاضو سره هم آهنګ كوو۔دې دا ??بر?? د ګل په ورځ د پاكستان فلم پروډيوسرز اېسوسي اېشن چيئرمېن شېخ امجد په مشرۍ كښې ملاقات له راغلې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې په فلمي صنعت د وېد هولډنګ ټېكس خاتمې لپاره اېف بي ??ر سره ??بر?? روانې دي۔هغې ووئيل چې نوې سنيما او پروډكشن هاؤسز ته په ټېكس كښې رعايت وركولو لپاره هم اړوند چارواكو سره ??بر?? روانې دي۔وفاقي وزيرې ووئيل چې اوسني حكومت فلم اينډ كلچر پالېسي بحال كړې٬مونږ ف??م ته د صنعت درجه وركړې۔هغې ووئيل جې پاكستاني او چينائي فلم جوړونكو شريك پروډكشن پېل كولو لپاره به هڅې ګړندې كولې شي۔هغې پلاوې په دې لړ كښې چينائي سفير سره د شويو خبرو نه هم خبر كړو۔د فلم پروډيوسرز اېسوسي اېشن چيئرمېن شېخ امجد ووئيل چې د سنيما صنعت بحالۍ سره به فلمي وده وكړي۔پلاوي وفاقي وزيره د صنعت د ستونزو څخه هم خبره كړه او د وفاقي وزيرې د اقداماتو يې ستائنه وكړه۔