اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي د 5اګست يو اړخيزه اقدام په ج??و او كشمير كښې د ډيمو ګرافي بدلولو يو سازش دے٬دا ټول اقدامات د ملګرو ملتونو س??ام??ي كونسل قراردادونو او څلورم جنيوا كنونشن پشمول د نړيوال قوانين ښكاره خلاف ورزي ده٬ 5 اګست د كشمير استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې قمرزمان كائره ووئيل درې كاله وړاندې په5 اګست 2019 هند په مقبوضه كشمير كښې غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات كړي٬ د دې اقداماتو مقصد د هند د هغه ناوړه تګلارې نفاذ چې له مخې يې هند د مقبوضه ج??و كشمير ډيمو ګرافي بدلول غواړي ۔د دې مقصد لپاره هند ګڼو غېر رياستي وګړو ته ډوميسائل سرټيفيكېټ جاري كړي او دا ټول اقدامات د ملګرو ملتونو س??ام??ي كونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا كنوشن پشمول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ده ووئيل د 5 اګست 2019 د هند غېرقانوني يو اړخيزه اقدامات نه پس جمو كشمير كښې د هند ظور طلبي په ډاګه شوې۔مقبوضه ج??و كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال پرله پسې خرابېږي٬ده ووئيل په سيمه كښې د امن او س??ام??يا او د پرمختګ انحصار د جمو او كشمير شخړی امن ناك حل سره تړلے دے۔پاكستان د دې عزم څرګندونه كوي چې مونږ به د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو مرستې له عمر له ثابت قدم يو۔