لاهور 05 اګست (اے پی پی)د ق??مي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د كشمير استحصال ورځې په مهال د جمعې په ورځ په خپل پېغام كښې وئېلي دي په سيمه كښې امن لپاره د كشمير مسئلې ح?? كولو ته اړتيا ده۔د مقبوضه كشمير امن لپاره ضروري ده چې د آرټيكل 370 او 35 اے په خپل اصل صورت بحال كړے شي۔د كشمير په مسئله ټول پاكستانے قام يو موټے دے او د كشميريانو سره ولاړ دے٬ ده ووئېل پاكستان د پارليماني سفارتكارۍ د لارې په ټولو نړيوالو او سيمه ??يزو فورمز د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بياېي۔سپيكر په ملګرو ملتونو زور راوړو چې د كشمير په مسئله د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد باور?? كړي او د هند په كشمير كښې د طاقت استعمال بندولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ده كشميري حريت لارښود ياسين ملك ته د هند د اړخه د ټول عمري زندان سزا د اورولو او په هغه د ظلمونو غندنه وكړه او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته يې اپيل وكړو چې د ياسين ملك پشمول د هند په زندانونو كښې د حريت ټول لارښود خوشې كولو له كردار ترسره كړي