اسلام آباد 02اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه کور کمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي پشمول د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونې كولو سره وئيلې دي ټول قام خپلو شهيدانو ته سلام كوي۔ د نهې په ورځد وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم ووئيل لېفټيننټ جنرل سرفراز علي، ډي جي پاکستان کوسټ ګ??رډ مېجر جنرل امجد حنيف،کمانډر انجينئر 12 کور بريګيډيئر خالد، پائلټ مېجر سعيد، مرستيال پائلټ مېجر طلحه او کريو چيف نائيك مدثر شهيد ته قام سلام كوي۔ ده ووئيل د وطن دا مېړنې زامن د قام وياړ دے چا چې خپل ځانونه د سې??اب ځپلو مينه والو ځانونه بچ كولو لپاره قربان كړي۔ وزيراعظم ووئيل لېفټيننټ جنرل سرفراز علي او د دوي ملګري د انسانيت د خدمت او فرض ترسره كولو ځالانده مثالونه دي، ليفټيننټ جنرل سرفراز علي يو بهترين پرفيشنل، فرض شناس او قابل افسر سره سره يو ايما??دا?? او ښه انسان هم ٶ۔ ده ووئيل ټول قام په دې پېښه غمژن دے، مونږ د شهيدانو كورنيو سره همدردي او غمرازي كوٶ او ټول قام د شهيدانو كورينو سره په غم كښې برابر شرېك دے، ده د شهيدانو لوړدرجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو له د صبر دعا وكړه