اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې شپه او ورځ محنت كولو سره آئي اېم اېف سره يوه ښه ل??ظن??مه كولو كښئ كامياب شوې يو، آئي اېم اېف زمونږ د “ارزان پټرول و ډيزل” سكيم٬ د بېنظير انکم سپورټ پروګرام او د اتحادي حکومت د غربت دوسته پاليسيو ستائنه كړې۔ د زيارت په ورځ د آئي اېم اېف لخوا د پروګرام ب??ال?? پحقله خپل بيان كښې ده ووئيل ل??ظن??مه اولس لپاره زېرے او مباركي ده،د لوي څښتن په شكر آئي اېم اېف سره د پاكستان ل??ظن??نه شوې ، زه قام له مباركي وركوم۔ ده ووئيل آئي اېم اېف ومنله چې تېر كال د تاخيري اقداماتو له امله د بجټ ډېر زي??ت زيان شوے،ده ووئيل سختې پرېكړې شوېي د قام په حېث مونږ تول سختو خالاتو سره مخ يو خو د دې په تنيجه كښئ پاكستان بېرته معاشي تسلسل او استحكام پلو راغلے، ده ووئېل دا د لوي څښتن مهرباني ده٬ قام چې كومه مثالي مرسته كړې په دې ورته سل??م كوم،نن پاکستان كښې برېښنا او تېل هر څه شته ٬ په 7 زره مېګاٶاټ برېښنا چلېدونكې صنعتونه بحال كړے شوي ، ده ووئېل نن الحمد الله په هېواد كښې لوډشېډنګ نشته٬ ژوند يو ځل بيا بېرته معمول پلو راروان شوے، پاکستان د معاشي ديواليه پن نه بچ كول وړومبۍ لويه كاميابي ده، اوس به پاكستان د معاشي پرمختګ په لور بيايو كومه چې به زمونږ دوېمه لويه كاميابي وي، ده ووئېل پاکستان به د تعمير، ترقۍ او خوش??ال?? منزلونو ته رسوٶ