چيچه وطني 11 جولائي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چې وزيراعظم محمد شهباز شريف ب?? ډېر زر اولس لپاره ريليف اعلان كوي، سختې پرېكړې كول ٶ وشوې٬ ان شآء الله ښې ورځې راروانې دي، د او??س په ژوند كښې د سكون تر راوستلو به يوې دقيقې لپاره ??ه قلاره ??ه كېښنو، مسلم ليګ (ن) به هېواد د مسئلو نه رابهر كولو سره بيا د پرمختګ په لاره سموي، اولسي حكومت هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړو اوس به اولس ته ريليف وركوي۔ په چيچه وطني كښې جلسه عام ته خپلې وېنا كښې مريم نواز ووئيل د حبس او ګرمۍ باوجود په جلسه كښې په لويه كچه اولس موجود دې، په جلسه كښې محمد نواز شريف سره د مينه لرونكو په لويه شمېره ??يدلو خوشحاله شوې يم٬ د چيچه وطني جذبه دا وائي چې د جولائي په 17مه نيټ?? زمرے راروان دې۔ دې ووئيل كومو بحرانونو څخه چې د هېواد حالت خراب شوې اوس په ختمېدو دي، د لوي څښتن په مننه په هېواد كښې د پرمختګ دور بيا پېل شوے دے۔ مريم نواز ووئيل اوسنې حكومت هېواد د مشكل حالاتو نه بهر كولو لپاره ??څې كوي۔ دې ووئيل د پټروليم مصنوعاتو د بيعې كمېدو اثرات به تر اولس منتقل كوٶ۔ دې ووئيل عمران خان كرپشن كړے دے٬ ھغه اولس سره د 50 لكه كورونو او د يو كروړ نوكرو لوظ كړې ٶ خو يو لوظ ئې ترسره ??ړې نه كړې شو، د پنجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز بې وسه طبقې لپاره د وېړيا برېښنا اعلان وكړو نو فتنه خان عدالت ته لاړ، اولس ته ګټه رسېدو سره ??تنه خان ته تكليف رسېدلې، د جولائي 17مې نيټې نه پس به د پنجاب بې وسه طبقو ته مفت برېښنا وركوٶ۔ دې ووئيل عمران خان له به د قامي خزانې حساب وركول وي۔ مريم نواز ووئيل ان شآء الله په پنجاب كښې به مسلم ليګ (ن) زبردست كاميابي ترلاسه كوي