اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په امر اسلام آباد او د پنجاب په ب??لا بېلو ښاريو كښې انتظاميې ??ه لويه كچه د صفائۍ عمليات پېل كړے دي چې په نتيجه كښې ئې د لوي اختر په موقع اسلام آباد او د پنجاب نورې ښاريې ??ه پاكولو كښې مرسته شوې ده۔ د لوي اختر په موقع د ځناور آلائش٬ فضله ځائ ت?? رسول ګران كار ٶ خو سږ كال د وزيراعظم شهباز شريف او پنجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز شريف په مشرۍ او لارښودنه كښې ضلعي انتظاميې د ښځلې په ځايونو كښې الائشن په مناسب ډول ځائ كړې دي۔ سالډ ويسټ مينجمنټ کمپنو د ترکيه شراکت دا?? البراک کارپوريشن سره مرسته كړې چې ورسره د پنجاب په لويو ښاريو كښې ښځله جمع كول او ځائ ته د رسولو ښه انتظام شوې۔ په اسلام آباد كښې هم د وزيراعظم شهباز شريف په امر هم په دې طريقه كار عملدرآمد شوې۔ د سيني ټيشن څانګې لخوا اسلام آباد په څلور ب??لا بېل زونز كښې وېشلې شوې چې پكښې د دوه زره نه زياته عمله او د 100 نه زيات جديد ګاډي 24 ساعته په فيلډ كښې موجود وو٬ د سېني ټيشن په هېلپ لائن نمبر 1334 يا 9213908 او ټيلي ف??ن 9203216، 9211555 9223171 رابطه كولو سره د ځناورو الاېش پورته په سمدستي توګه باروي كولې شول