اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم د موسمياتي بدلون مقابلې لپاره مېرمنې بااختياره جوړول ضروري ګرځولو سره په زراعت، معيشت او نورو څانګو كښې د دوي د خدمات ستائنه كړې ده۔ دا خبره دې د سماجي تنظيم “پودا” 17م كلن د كليوالو مېرمنو په ??شرۍ كښې د تربيې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د لوك ورثه په اشتراك سره د دې كنفرنس مقصد د كليوالو مېرمنو مسئلې رامخې ته كول، دوي د حكومتي پاليسيو او خدمات څخه د مستفيد كېدو جوګه كول وو۔ د کنفرنس په ??ړومبۍ ورځ د ګرد هېواد 132 ضلعو سره تعلق لرونكو مېرمنو كليوالې مېرمنې “كروندګرې” تسليمولو له غږ پورته كړو۔ د وزيراعظم کوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم مېرمنې بااختياره جوړول ضروري ګرځولو سره په زراعت، معيشت او نورو څانګو كښې د دوي د خدمات ستائنه وكړه ده۔ دې د تولو صوبائي حكومتونو نه مطالبه وكړه چې ھغوي مېرمنې بااختياره او د صحت پالنې په خاص توګه د كليوالو مېرمنو حقونو ته پام لرنه وكړي۔ رومینه خورشید عالم د وفاقي حکومت لخوا په بلوچستان كښې د “شي پاور” پروګرام په ??ېل رڼا واچوله كوم چې د چين حكومت په شراكت كښې د مېرمنو د صحت پالنې لپاره كار كوي۔ په دې موقع د پودا اېګز??كټ?? ډائرېكټرې ثمنه نذير او نورو هم وېنا وكړه۔