اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د خېبرپښت??نخ??ا ګورنر فيصل كريم كنډي سر?? د ??اكستان فيډرل يونين آف جرنلسټس( پي ايف يو جے) وركرز صدر ډاكټر سعيده كمال په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے۔د زيارت په ورځ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيا?? له مخې په ملاقات كښې خبريالانو ته رامخې ته شوو مسئلو٬ د صحافت آزادۍ او د وركنګ جرنلټس حقونو په اړه تفصيلي خبرې وشوې ۔پلاوي ګورنر خبريالانو ت?? د ??رمخې ته شوو چېلنجونو٬په خاص توګ?? د ??يډيا وركرز مالي مسئلو٬ د ملازمت تحفظ او خبريالانو ته رامخې ته شوو بحرانونو په اړه تفصيل سره خبر كړو ۔پلاوي په ميډيا هاؤسز كښې د كاركنانو حقونو د تحفظ او تنخاګانو په وخت ادائيګۍ لپاره د حكومت څخ?? د ??داخلت خواست وكړو۔ګورنر فيصل كريم كنډي د پلاوي مسئلې په غور اورېدو نه پس باور وركړو چې پيپلز پارټي د صحافت آزادۍ او ميډيا وركرز حقونو تحفظ لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔ده ووئيل صحافت د جمهوريت څلورم ستن ده او د خبريالان?? خېرښېګړه د حكومت وړومبۍ ترجيحات كښې شامله ده۔ده ووئيل د خبريالانو لپاره يو جامع پالېسي جوړول ضروري دي كومه كښې چې د دوي د سماجي تحفظ او د ملازمت مسئلې حل كړې شي۔ګورنر په دې خبره زور راوړو چې خبريالانو له پكار دي چې هغوي غېر جانبدارۍ سره خپله ذمه واري ترسره كړي او اولس ته سم معلومات وركړي۔پلاوي د خېبرپښت??نخ??ا ګورنر مثبت غبرګون او د خبريالانو مسئلو حل لپاره د دوي عزم وستائېلو۔