اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی ويلي چې د شنګھائی مرستې تنظیم مش??انو غونډه په پاکستان كښې كېدل د حکومت د کامیابې خارجه پالیسۍ عکاسي ده، د ټول اسلام آباد او پ?? خاص توګه د وی وی آئی پی روټ او ریډ زون ښكلا او صفايۍ ته دې خصوصي پام وګرځولے شي۔ ده د نهې په ورځ د شنګھائی مرستې تنظیم غونډې سېکورټی انتظاماتو سره اړوندې غونډې ته وېنا كوله۔ د اسلام آباد آئی جی علی ناصر رضوی، د سي ډي اے چیئرمېن محمد علی رندھاوا او د اسلام آباد ډپټی کمشنر عرفان نواز میمن پشمول د نورو ادارو اړوند چارواكي په دې موقع موجود وو۔ په غونډه كښې د شنګھائی مرستي تنظیم د مش??انو غونډي تېاريانو او انتظاماتو جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د اسلام آباد د ښكلا او نورو منصوبو د پیش رفت جاج هم واخستلے شو۔د كورنيو چارو وزیر نقوی د ریډ زون او پ?? خاص توګه د وی وی آئی پی روټس بیوټی فیکشن باوري كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل په مهمو سترو لارو دې ښه لېنډسکېپنګ و??ړے شي۔ په ټول ښار كښې دې ښكلې او فېنسی لائټس ولګولې شي۔د كورنيو چارو وزير د جناح کنونشن سنټر د ښكلې كولو فنشنګ کار زر تر زره بشپړولو ټاسك وركولو سره ووئيل د ښكلا او تعمیراتی کارونو زر تر زره بشپړولو لپاره دې ټول ضروری هدایات وكړې شي ۔په غونډه كښې د اېس سی او مش??انو غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو جاج هم واخستې شو۔